خبرونهاقتصادTOPټولنه

په لوګر کې شاوخوا لس زره معلولین او د شهیدانو کورنۍ ثبت شوې دي

کابل، د سلواغې ٢٦مه، باختر
د لوګر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته يې تر دې دمه په دغه ولایت کې ۹زره ۶۶۲ معلولین او د شهیدانو کورنۍ ثبت کړې دي.
د ياد ریاست د معلولینو او شهداو آمر ذبیح الله فاتح عمر باختر اژانس ته وویل؛ چې حق حقدار ته د رسېدولو په موخه د شاوخوا ١٨٠٠ سوه غیر مستحق او خیالي معلولین او ٢٤١ د شهیدانو ورثې جعلي کتابچې تثبیت او پر ځای یې مستحق کسان ثبت شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د روان کال په لړ کې يې د شهيدانو ورثه وو او معلولينو ته ۲۱۵ میلیونه افغانۍ کلنی نقدي حقوق هم ورکړي دي.
هغه همدارنګه وويل چې په روان کال کې يې د شهیدانو د ورثه وو او معلولینو د کلنيو حقوقو د وېشلو ترڅنګ، نږدې ١٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د شهیدانو له ورثه وو او معلولینو سره د خوراکي توکو، البسې، وېلچرو او نورې مرستې هم کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته