کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر
د لوګر د مرکز هوني سيدانو د اوبو سربند او د اوبولګولو شبکه پرون پرانيستل شوه.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د طبيعي منابعو آمر نصيرالدين بهيج وويل چې د اوبولګولو دغه شبکه او د اوبو سربند د څه دپاسه ۴٧٠ مترو په اوږدوالي او د ٢٠٠ مترو په اوږدوالي د يوه فرعي کانال جوړول د ايفاد موسسې او د کرنې او مالدارۍ پروژې په مالي مرسته د يو میليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي چې د ٢٢٠٠ جريبه زراعتي ځمکې د اړتيا وړ اوبه برابروي.
بهيج زياته کړه چې د لوګر د هوني سيدانو د اوبولګولو له شبکې او د اوبو له سربند څخه ١٠٠کورنۍ په مستقيم ډول او٧٠٠ کورنۍ په غيرمستقيم ډول ګټه اخلي.
ختم-ج-ا