کابل باختر د تلې پنځلسمه :
په تخار ولايت کې دسراي سنګ دکاريز دسربند دجوړولو کار نن پيل شو .
دتخار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس محمد سالم ساعي باختراژانس ته وويل چې دغه کانال په کرونده کې داوبو دمديريت له لارې د يوويشتو مليونو افغانيو په لګښت دڅلور زره دوه سوه پنځو مترو په اوږدوالي جوړيږي چې دڅه ناڅه پنځه زره جريبه کرنيزې ځمکې اوبه به برابرې کړي .
ساعې زياته کړه چې له دغه بهير سره جوخت په تالقانو ښار او دتخار ولايت دچاه اب ، بنګي ، ګلفګان ، روستاق ، خواجه غار ، دشت قلعه ، اشکمش او بهارک په ولسواليو کې داوبو دڅه ناڅه لسو نورو کانالونو دسروې کار هم بشپړ شوى دى او دتطبيق په حال کې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل