کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤلین وایي چې د لغمان او کنړ پر سرحدي کرښه (کونډ) سېمه کې لسګونه کورنۍ د سختې واورې اورېدو له امله بند پاتې دي، چې د ژغورلو هڅې یې پیل شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې رئیس قاري خیرمحمد غازي باختر اژانس ته وویل چې د بند پاتې کورنیو د ژغورلو لپاره هڅې راونې دي، نوموړی وایي د ژغورنې ټیمونه سېمې ته روان شوي او ډېیر ژر به یادې کورنۍ وژغوري.
غازي زیاتوي دغه سیمه شاوخوا (۴۰۰۰) متره لوړوالی لري او د چهارشنبې راهیسې پکې تر (۲.۵) متره واوره شوې، چې هلته میشتې کورنۍ یې له خطر سره مخ کړي دي.
غازي وایي چې کونډ سېمې ته د لغمان له اړخه ورتګ ناشونی دی، په همدې خاطر د دویي په غوښتنه دفاع وزارت د ختيځ زون د خالد بن وليد قول اردو ځواکونه د ننګرهار هوايي ډګر ته روان شوي ترڅو د الينګار ولسوالۍ د کونډ سېمې اوسېدونکي وژغوري.
صدیقي