کابل باختر دثور٢٦: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر په ارګ کې د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په پيل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولانو د فاریاب، بغلان، کندز، بدخشان، غزني، روزګان، زابل، هلمند، فراه، غور او بادغیس ولایتونو د امنیتي وضعیت، امنیتي تهدیدونو او پرمختګونو په اړه غونډې ته راپورونه وړاندې کړل. جمهوررئیس او د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتیا، اکمالاتو او د دښمن د ځپلو په خاطر لازم هدایات ورکړل.پاى- سعيده
0 د یوې دقیقې څخه لږ