کابل د کب ۱۵ باختر
د کندز پولیسو په تېرو دوو اوونیو کې ۳۹ تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقواو د جنايي جرمونو په تړاو ونیول.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني باختر آژانس ته وویل: د دغې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدیریت کارکوونکو دغه کسان د نشه يي توکو د قاچاقو، وژنو، وهلواو ډبولو، غلا، شوکماری، او جوارګری په تور د دغه ولایت له مربوطاتو څخه ونیول.
پآی-ع