خبرونهامنیت

په قندهار کې ۱۴.۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف شول

کابل، د وري ۱۵مه، باختر

د قندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولینو په دغه ولایت کې ۱۴.۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي ( ښېښه او هیروئین) کشف او نیولي دي.

د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي اسد الله جمشید د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یو تن له ۱۲.۵ کیلو ګرامه ښېښه، ۲ کیلو ګرامه هیروئین او ۱۱۲۰ ټابلیټ کا ګولیو سره یوځای نیول شوی دی.

هېره دې نه وي، نیول شوی کس په خپل جرم اعتراف کړی چې دوسیه به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته