کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
په قندهار کې څلور ملکیان د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د دغې پېښې قربانيان يو ځوان هلک، يوه ښځه او دوه ماشومان دي.
دغه پېښه تېره شپه په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د دوى د سپرلۍ موټر په واټ کې پر يو ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
د قندهار پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور ملکيان ووژل شول.
هغه وسله وال طالبان د دغې پېښې عاملین وبلل، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ