خبرونه

په قندهار کې د نارنج ماڼۍ سپړنې پیل کېږي

 کابل / د وري ۱ / باختر

نارنج ماڼۍ چې د قندهار په زاړه ښار کې موقعيت لري، د افغانستان د تاريخي ابدو په کتار کې له ډېرو مهمو او لرغونو ابدو څخه شمېرل کېږي.

نارنج ماڼۍ د تېرو امپراتوریو له پاره ځانګړی نظامي اهمیت درلود او له دغه ځايه سترې امپراتورۍ رهبري کېدې.

نارنج ماڼۍ خپل پخوانی جوړښت له لاسه ورکړی، جګړو، خپل سرو کيندنو او د ولس بېغوريو دې تاريخي ابدې ته ستر زيان اړولی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعات او کلتور وزارت پلان لري، چې د ټول هېواد په کچه د تاريخي ابدو ترميم او بيا رغوني ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د قندهار د اطلاعات او کلتور ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ویس آرین ته ویلي چې د نارنج ماڼۍ له پاره ځانګړی پلان لري، د نوموړي په خبره د نارنج ماڼۍ د قانوني سپړنې او رغونې له پاره اسلامي امارت چارې پیل کوي او نورو تاريخي ابدو ته هم پاملرنه کېږي.

ښاغلی صميم زیاتوي، چې د نارنج ماڼۍ اړوند غصب شوې ځمکه به بېرته د غاصبینو له منګولو خلاصه شي، ځکه دا يو تاريخي ابده ده او شاوخوا ځمکه یې بايد په شخصي ډول ونه کارول شي.

 

د اطلاعات او کلتور رياست مرستیال ملا شمس الله صمیم د یادي ماڼۍ د ترمیم او ساتني له پاره د تدابیرو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د نارنج ماڼۍ له پاره بېرته سیلانیان راجلب کړي.

ښاغلي صميم د سیمي له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چي د دې تاریخي ابدې په ساتنه کې همکاري ور سره وکړي او چاته اجازه ور نه کړي، چې د یادې ماڼۍ اړوند ساحې غصب او یا هم نور زیان ور ورسوي.

نارنج ماڼۍ د مقدوني سکندر په زمانه کې یانې ۳۳۰ کاله قبل المېلاد کې جوړ شوې ده او په زاړه ښار کې د لکۍ داره غره په لمن کې پرته ده، چې خلک یې اوس د سرپوزې په نوم یادوي.

دې ښار جګې جګې کلاوې درلودې، چې ډېرې ټینګې او ښکلې جوړې شوې وې، لوی- لوی د څار برجونه یې درلودل، پر دې کلا چاپېره یو لوی دېوال راګرځېدلی و او د دې دېوال تر څنګ یو لوی خندق هم شتون درلود، چې د دښمن د یرغل مخه یې نیوله.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته