کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
پوځيان وايي چې په قندهار کې د سلګونو چاودنو د سازمان ورکولو لپاره یې د طالبانو طرحه ناکامه کړې ده.
دغو پوځیانو نن سهار په دې بریالي شول چې د ارغنداب او میوند ولسوالیو په ګڼ مېشتو لارو کې د وسله والو طالبانو څه دپاسه ۳۰۰ ماینونه کشف او شنډ کړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې پوځيانو په قندهار کې د سلګونو ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د دغو ماینونو په کشفولو کې کليوالي اوسېدونکو له پوځيانو سره همکاري کړې ده.
په خبرپاڼه کې وسله وال طالبان د دغو ماین ښخونو عاملین بلل شوي دي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع