خبرونهټولنه

په قندهار کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې پيل شوې

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې دغه شبکه د سویس سولریډیټي مؤسسې په مالي ملاتړ د پنجوایي ولسوالۍ په سالکزو کلي کې جوړېږي چې په کې د ۱۵۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۳۵ متر مکعب په وړتیا د یوې زېرمې جوړول، د ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د برېښنايي تختو نښلول او کور په کور د نل لیکو نښلول شامل دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دې شبکې په بشپړیدو سره به د نوموړي کلي ۲۵۰ کورنۍ، د ۲ مدرسو طالب العلمان او د ۳ جوماتونو لمونځ کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته