نړۍ

په سيول کې داوباما اومدويدوف خبري

کابل باختردوري دمياشتې ٨:

دامريکا اوروسيې  جمهورو  رييسانو دجنوبي کوريا په پايتخت سيول ښارکې داټومې امنيت دکنفرانس په بهيرکې خصوصي خبري وکړې .

اوباما په دغو خبرو کې خپل روسيې سيالۍ ته وويل  چمتو دي دامريکا دجمهوري رياست  له انتخاباتو وروسته دراکټي دفاع په شان ددواړو لورو داختلاف وړ موضوعګانو په باب زيات انعطاف  وښيي.

راکټې  دفاع هغه طرحه ده چې امريکا اوناټو غواړي دهغه په اجراکولوسره په اروپا کې دهغه څه چې دايران اوشمالي کوريا دهيوادونو په شان راکټې ګواښ بلل کيږي مقابله وکړې  خوروسيه دغه طرحه دخپل امنيت پرخلاف ګواښ بولي.

دروسيې  جمهوررييس پخوا خبرداري ورکړي و چې دراکټي دفاع دطرحي داجراکولو په لاره کې دامريکا دهلوځلو په صورت کې ښايي هيواد يي داټومې بي وسلې کولو له تړون څخه ووځي  او ددواړو زبرځواکو ترمنځ سړه جګړه رامنځته شي  .

داوباما او مدويدوف دغه خبري ديو مکرافون په واسطه ثبت شوي دي او دبي بي سي شبکي  پرون دهغه متن خپور کړ.

مدويدوف ويلي دي چې دهغه پيغام به پوتين ته ورسوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته