خبرونهټولنه

په غور کې ۵۰ قومي شخړو ته د پای ټکی کېښودل شو

کابل، د کب ۱۵ مه، باختر

د غور د سیمه ییزې ادارې مسوولینو په یاد ولایت کې د پنځوسو قومي شخړو د حل کولو خبر ورکړی دی.

د غور د والي ویاند شیخ مولوي عبدالواحد حماس د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د قومي اختلافاتو د حل کمېټې په جوړېدو سره د خلکو ترمنځ ۵۰ بېلا بېلې قومې شخړې حل کړې دي.

د نوموړي په وينا، دغه اختلافات په تېرو ۲۰ کلونو کې زيات شوي وو او له دې کبله سلګونه کسان بېځایه او قرباني شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته