فرهنګ

دنوي لمريز کال په مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دنوي هجري لمريز کال  په مناسبت  ټولو هېوادوالو ته  مبارکي وايي .
  دتاريخ په روايت، لرغوني نوروز په تاريخ کې  درې زره کلنې  جرړې لري . او دطبعيت دژوندي کيدو ، دپيدايښت  هلوځلو او سمسورتيا دجشن دنمانځنې ځاى افغانستان دى .
په افغانستا ن کې دغه ستر جشن دڅانګې وهلو، وزلوبې  ، ملي اټن او دنورو فرهنګي  پروګرامونو په ګډون دبېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دافغانستان دخلکو ددغه دوديز جشن  دنمانځنې په خاطر دهېواد په مرکز او ولايتونوکې بېلابېل فرهنګي ، هنري او دموسيقۍ  پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي .
د عکس  دنندارتون  جوړول ، تياتر ، او شب شعر هم په دغو پروګرامونوکې شامل دي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتابه  دملي وحدت  دحکومت  له رهبرى څخه چې ددغې تاريخي پيښې دښه نمانځنې په خاطريې ددولتي او غير دولتي بنسټونو  دواکمنواستازو په ګډون يو کميسيون  موظف کړى دى مننه  څرګنده کړه .
يوکال يو نيالګى د ځان لپاره او يونيالګى دافغانستان لپاره په شعار سره تيرشو . او نوي کال دسولې پرمختيا او دولسواکۍ په شعار سره درارسيدو په حال کې دى . هغه کال  چې په وروستيو شيبو کې يو، دافغانستان خلکو ته  په سياسي  ، پوځي ، اقتصادي او فرهنګي برخو کې له برياليتوبونو ډک و . خو چلنجونه هم شتون درلود . ددغو چلنجونو ټولې جرړې په هېواد کې  دامنيت نشتوالي او دجګړې  په دوام پورې مربوط دي .
په هر صورت سوله به  هغه ورځ  دافغانستان  دخلکو په برخه شي  چې دهېواد موجود نظام دهغه  مشري  په غاړه ولري .  زموږ په باور په افغانستان کې دجګړې پاى په سيمه او نړۍ کې به  دسولې سبب شي .
په پاى کې  يو ځل بيا  دطبيعت  دښه راځئ اعتدال اوپاڅون دجشن په مناسبت دهېواد د قلم ، فرهنګ ، هنر او ادب ټولو کارکوونکو او دافغانستان ټول غيور ملت  په تيره بيا دهېواد  ځواکمنوښځو ته  چې د تپل شوې جګړې زيات بار په خپلو اوږو ليږدوي مبارکي وايو .
   هيله لرو چې نوي کال دافغانستان ځوريدلوخلکو ته  دخدمت په خاطر د نوي تړون کال وي .  نوروز مو مبارک  ، هره ورځ مو  نوروز ، نوروز مو پيروز
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته