خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې ۱۵ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د غزني ښاروالۍ له لوري نن په دغه  ښار کې د ۱۱.۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۵ ټولګټې پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه پروژو کې د یوه پُل او یوه تشناب جوړول او همدارنګه په ښار کې دننه د ۱۳ فرعي کوڅو کانکرېټ کول شامل دي چې پرې ۱۱.۳ میلیونو افغانۍ لګښت راغلی دی.

حمزه د یادو پروژو د پلې کېدو اصلي موخه، د ښار ښکلا او خلکو ته د آسانتیاو برابرول بولي او د نورو ټولګټو پروژو پر پلې کېدو ټینګار کوي.

یادې پروژې په داسې حال کې د غزني په ښار کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت ښاروالۍ د لسګونه میلیونو افغانیو په لګښت، لويې او وړې ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته