کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د غزني ښار شپږمې ناحیې نواباد ښار ګوټي کې نن د ۱۸.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا درې ټرانسفارمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غزني حوزوي برېښنا شرکت رئیس حافظ صلاح الدین توکلي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې یاد درې ټرانسفارمرونه د ۱۱۰۰ کیلو واټ برېښنا د وېش ظرفیت لري چې پر مټ یې ۱۲۱۳ کورنیو ته برېښنا برابره شوه.
توکلي زیاته کړه چې د دغه درې ټرانسفارمرونه په ګټې اخیستنې سره په دغه ښارګوټي کې، ۱۱ د برېښنا د وېش ټرانسفارمرونه فعاله شوي او په نږدې راتلوونکي کې به ۴ نور ټرانسفارمرونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د غزني برېښنا ریاست د مسوولینو په وینا همدا اوس د غزني ښار په نوآباد ښار ګوټي کې ۴ زره ۵۰۰ کورنۍ برېښنا څخه برخمنې او د څلور نور ټرانسفارمرونه په ګټې اخیستنې سره به ۶ زره نورو کورنیو ته برېښنا ورسېږي.