خبرونهامنیت

په غزني کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه له منځه يوړل شول

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
پوځيانو تېره شپه په غزني کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه هدف ته له رسېدو مخکې له منځه يوړل.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل د چاودېدونکو توکو ډک له یادو موټرونو څخه په استفادې سره د غزني د قره باغ ولسوالۍ په ملا نوح بابا سيمه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر يوې قرارګاه بريد وکړي چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
موموند زياته کړه: پوځیانو د وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک موټرونه له منځه يوړل او لسګونه طالبان یې ووژل. دغه راز د هغوى له چاودېدونکو توکو بل ډک موټر له جنګي وسايلو سره د پوځيانو لاسته ورغى.
مومند وويل چې په پېښه کې درې پوځيان شهيدان او دوه نور یې ټپيان شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته