خبرونهټولنه

په غزني کې د ۳۵ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یو کمپلېکس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د غزنې د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۵ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یو کمپلېکس (سونا) جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کمپلکس (سونا) چې یو ستر د سړو اوبو حوض د ۲۵ په ۱۵ مترو کې، ۴ معیاري سوناوې او نورې آسانتیاوې لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

حمزه وویل چې دغه سونا ښاروالۍ ته یوه عایداتي سرچينه ده او یوه خصوصي شرکت ته په کال کې د ۱۱ میلیونو افغانيو په بدل کې په اجاره ورکړل شوې چې ۳ کلونو کې به خپل لګښت پوره کړي.

د یادونې وړ ده چې یاد د اوبو تفریحي کمپلېکس په یاد ولایت کې لومړنۍ معیاري د کمپلېکس دی چې د دغه ولایت د ښاریانو له لوري له ستر هر کلی سره مخ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته