خبرونهفرهنګټولنه

په غزني کې د «یووالي او آزادۍ» تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوه

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د غزني په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې نن د «یووالي او آزادۍ» تر عنوان لاندې مشاعره ترسره شوه چې د حکومتي چارواکو ترڅنګ لسګونو شاعرانو، لیکوالانو، ترنم ویونکو او د قلم خاوندانو برخه اخیستې وه.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملاحمیدالله نثار د یادې مشاعرې د جوړلو اصلي موخه، د ولس تر منځ یووالی، د هېواد د آزادیو یادونه د شعر په بڼه او د شاعرانو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول بولي.
په دغه مشاعره کې شاعرانو او ترنم ویونکو خپل شعرونه، غزلې او ترنم د هېواد د آزادۍ، د قومونو ترمنځ د یووالي او د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو په ویاړ دکلمه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته