خبرونهاقتصادټولنهTOP

په غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د غزني د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون د پرانیستل کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ادریس حنیف د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه نندارتون د پرانیستې اصلي موخه، د یاد ولایت د بزګرانو او سوداګرو تر منځ نږدېوالی او د یاد ولایت محصولات په ملي او نړیواله کچه خلکو ته وړاندې کول بولي.

حنیف زیاته کړه، چې غزني د نړۍ په کچه غوره کرنیز محصولات لري خو اړتیا ده چې ملي سوداګر دغه محصولات نړۍ ته وړاندي کړي او یاد نندارتون په دغه برخه کې خورا مهم بولي.

په یاد نندارتون کې هغه بزګران او مالداران بیا د یاد نندارتون له پرانیستي هر کلی کوي، او له اسلامي امارت ملي سوداګرو څخه غواړي چې د دوی محصولاتو لپاره دې بازار پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته