خبرونهټولنه

په غزني کې د څښاک اوبو د نهو څاګانو د بیارغولو چارې بشپړې شوې

 کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د نهو څاګانو د بیارغولو چارې بشپړې شوې.

باختر آژانس ته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «ډاکار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د نهو څاګانو د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په یاده ولسوالۍ کې د «ډاکار» مؤسسې ۲۰ کورنیو ته د اوبو د پاکولو لپاره فلټرونه او ۷۵ کورنیو ته روغتیايي کېټونه وېشلي دي چې په هر کیټ کې ۲۲ قلمه توکي شامل دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته