خبرونهټولنه

په سمنګانو کې څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر

د سمنګانو سیمه ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د سمنګانو د اوبو رسونې او ښاري فاضلابو آمر سید جلال زبیر د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز ایبکو ښار کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټولو ولایتونو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې او بیارغول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته