کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر
د سمنګانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د ۳ شبکو د ګټې اخیستلو خبر ورکړی دی.
د سمنګانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح باختر آژآنس ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز ایبکو په آچه میلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ په اوغري قل او د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت کلیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۱۷ زره افغانیو په لګښت پلې شوي، چې چارې یې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه د یادو شبکو په بشپړېدو سره د یادو سیمو ٧٤١ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.