خبرونهامنیت

په سمنګانوکې په دوو چاودنوکې یوتن ووژل شواو نهه تنه نور ټپيان شول

کابل / د چنګاښ ۲۶ / باختر

د سمنګانو ایبکوښارکې په ۲ چاودنو کې یوملکي ووژل شواو څه نا څه ۹ تنه نورټپیان شول.

دغه  چاودنه نن له غرمې وروسته د ایبکوښارپه ګڼ مېشت مرکزي پارک کې رامنځته شوه .

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند منیررحیمي باخترآژانس ته وویل چې په دغوچاودنو کې یوملکي ووژل شواو څه نا څه ۹ تنه نورټپیان شول.

وژل شوی سړی د واټ تعویذ لیکونکی دی.

څوک د دغو چاودنومسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو سیمه ییزې سرچینې طالبان د دغو پېښو عامل بولي.

د سمنګانوپه مرکزي روغتون کې ډاکترانو د ۲ ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته