کابل/ د وري٢ مه / باختر
په کندز او سرپل کې پرون ١١٠٠ اړمنو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکې ترلاسه کړل.
د سرپل د سرې مياشتې ادارې يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې د دوست هېواد ترکيې سرې مياشتې ټولنې نن هم د سرپل ولايت د مقام په همغږۍ د خپلو مرستو په دوام له ۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د جامو، اوړو، لوبيا، بورې ، مربا او غوړيو مرسته وکړه.
په آلمان کې میشت د افغان رضاکارو بنسټ هم په کندز کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کندز د کرنې ریاست یوه چارواکي وویل چې دغه مرستې د یاد ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
\ ذ