کابل، د غوايي٢٨مه، باختر
د زابل روغتیايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ناپېژندل شوې ناروغۍ خپره شوې چې د ماشومانو په ګډون یو زيات شمېراوسېدونکي پرې اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته وویل چې د شاجوی ولسوالۍ په شیخال کلي کې لسګونه ماشومان او لویان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د زابل روغتيايي کارکوونکو د یادې ناروغۍ د کنټرول لپاره اقدام کړى او هغو سيمو ته يې روغتيايي ډلې لېږلي، چې دغه ناروغۍ خپره شوې ده.
د زابل د عامې روغتیا رئیس وايي، تر اوسه د شاوخوا ۱۰۰ تنو ناروغانو درملنه شوې او د ۲۰ نورو روغتیايي وضعیت نازک دی.
هغه وويل چې دغه ناروغۍ تر اوسه مرګ ژوبله نه لري، خو بيا هم روغتيايي ټيمونه يې بېلابېلو سيمو ته استولي تر څو د خپرېدو مخنيوی یې وشي.
\ ذ