خبرونهټولنه

په دایکنډي کې ۵۰۰۰ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د دایکنډي ولایت په دوو ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت زیاته کړې چې دغه شبکې د (NCA) مؤسسې په مالي مرسته د ډایکنډي په کیتي او سنګتخت بندر ولسوالیو کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۶ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

سرچینې څرګنده کړې په دغو شبکو کې د ۳۰ او ۱۵ متر مکعب په وړتیاوو د اوسپني کانکریټي زېرمو جوړول، د ۲۸، ۲۷ او ۲۲ مترو په ژوروالي د اوبو څاګانو کیندل، د ۷۶ لمریزې برېښنا تختو نښلول، د نل لیکو نښلول او د ۲۵ زره ۵۶۵ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د دغو شبکو په جوړېدو سره د نوموړو ولسوالیو د بېلابېلو کلیو ۵۰۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته