فرهنګ

دځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د وږي  لومړي :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د پيغام په لوستلو سره د ځوانانو نړيواله ورځ د تيرې چارشنبې په ورځ د زمري دمياشتې په ديرشمه نيټه د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .

 دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: دغه غونډه د ستر وزير هدايت امين ارسلا ، دجمهوري رياست د سلاکار وزير  شهزاده مسعود، کابل ښاروال ډيپلوم انجنير محمد يونس نو انديش، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې د رييس شهزاده مصطفى، شهزاده محمد نادر، د يوشمېر دولتي مسوولينو، د ځوانانو د بنسټونو د مسوولينو او استازو او ديوشمير بهرنيو ميلمنوپه ګډون د راډيو افغانستان په تالار کې جوړه شوې وه.

دغونډې په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پيغام د ستر وزير هدايت امين ارسلا له خوا ولوستل شوه چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:

 دځوانانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې هدف په سترو تصميم نيونوکې، د ځوانانو وندې ته پاملرنه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ځوانانو د باالقوه  ظرفيت او لوړول دى .

 زموږ ټولنه ډېره نيکمرغه ده چې زيات  شمېر وګړي يې ځوانان دي .

 موږ په خپلو ځوانانو اود هغوى په استعدادونو وياړو.  خپله دنده بولوچې دهيواد د ځوانانو د ودې، پالنې او د استعدادونو د غوړيدو لپاره له پخوا زياتې هلې ځلې  وکړو .

 دغه راز د هيواد د جمهور رييس د پيغام په يوه بله برخه کې ويل شوي دي: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته شاباسۍ وايم چې په څو وروستيوکلونوکې يې د ځوانانو دچارو د معينيت له لارې زموږ د ځوانانو د ځينو شتو ستونزو د له منځه  وړلو لپاره پروګرامونه جوړکړي دي او په زياترو مواردوکې يې عملي ګامونه هم اخستي دي .

 دغه راز هدايت امين ارسلا دخبرو په ترڅ کې دځوانانو ستونزو اومهاجرتونو ته چې د وزګارتيا اوبې وزلۍ زيږنده دي، اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې بايد ځوانانو ته دکار زمينې برابرې شي .

 په دې غونډۀ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبرې وکړې ، په دې ترڅ کې چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې او دافغانستان دفوټبال د ملي ټيم د برياليتوب له امله يې د افغانستان  ځوانانو او ملت ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: زموږ ځوانان په ډيرو سختو شرايطوکې ستر شول، ماشومتوب يې په درد او کړاو اوپه جګه او د ايرو د وينې په غيږکې تيرکړ اوپه نوى زلميتوب او ځوانى کې په ډيرو کمو مادي امکاناتو سره په ټولو برخوکې وځليدل اوپه ورزشي او هنري برخو، ورځپاڼې ليکنه او په رسانه يي کارونو او په ټولوبرخوکې زموږ ځوانانو او پيغلو ستره ونډه واخيسته .

 که چيرې د نورې نړۍ ځوانانو د سولې په شرايطوکې برياليتوبونه ترلاسه کړل؛ زموږ ځوانان په ډيرو دردونکو شرايطوکې ستر شول اوپه بشپړ محروميت کې ډيرو سترو برياليتوبونوته ورسيدل او دا د وياړ سبب دى .

 ډاکتر رهين په دې ترڅ کې چې د ځوانانو يو لړ ستونزې په ګوته کړې، په اوسنيو شرايطوکې يې د ځوانانو رسالتونه هم جوت کړل او ويې ويل: تاسې ځوانان کولاى شئ د دموکراسۍ په پراخ بنسټه کولوکې ډير ستر رول ولرئ او بايد تاسې او ستاسو کورنۍ  په راروانو انتخاباتوکې ګډونوکړئ او نور هيوادوال هم وهڅو‌ئ .

 ډاکتر رهين وويل: زموږ ملت چې په زرګونو کلونه تاريخ لري؛ له بهرنى لاسوهنې پرته تمدنونه يې رامنځته کړل؛ فرهنګونه يې رامنځته کړل؛ بشريت ته يې سترې وياړنې وگټلې او د سولې او امنيت تر سيوري لاندې يې بشريت ته سترې فرهنګي اوهنري پديدې رامنځته کړې.

 وروسته دکابل ښاروال ډيپلوم انجنير محمد يونس نو انديش دهيواد په ترقۍ او د ځوانانو د رسالت په اړوند خبرې وکړې او ځوانانو ته د ظرفيت په لوړولو اوکارموندلوکې يې په تفصيل سره د کابل ښاروالۍ دخدمتونو يادونه وکړه.

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين تيمورشاه اسحق زي په خبرو په بېلابېلوبرخوکې ځوانانو ته د اسانتياوو په برابولوکې په تېر يوکال کې ددغه معينيت دکاري اجرااتو او پروګرامونورپوټ وړاندې کړ .

 په دې غونډه کې د (آى- او- ام) د دفتر استازى ددغې موسسې دپروګرامونو په اړوند معلومات وړاندې کړل .

 دغه راز مژګان نجيب محمودي او فريدالله محمدي دځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې او دهيواد په بېلابېلوچاروکې يې دځوانانو رول څرګند وباله .

 ددغې غونډې په بهيرکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو دمعين، د مهاجرينو د راستنولو دچارو د معين او د نړيوالو موسسو ديو شمېر مسوولينو په ګډون يوګردۍ ميز جوړ شو او هغوى د ځوانانو په وړاندې خپل پروګرامونه بيان کړل او دهغوى پوښتنو ته يې ځواب ووايه .

 دغه راز په دې غونډه کې د محمد موسى رادمنش  له خوا د (آئينه دموکراسۍ) په نامه يو برابر شوى فلم نندارې ته وړاندې شو .

 دغونډې په پاى کې د هيواد د هنرمندانو له خوا د تياتر، سرکس، نمايشات او دموسيقۍ کنسرت اجرا شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته