خبرونهاقتصادټولنه

په دایکنډي کې یو پُل په پاخه او اساسي توګه جوړ شو

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر

د نیلي ښاروالۍ له لوري د دغه ښار په اوله ناحیه کې د نږدې ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه پُل په پاخه او اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد پُل د ګټې اخیستنې مراسمو کې د نیلي ښاروال انجنیر محمد یونس غورځنګ وویل چې دغه پُل د ۵۸۰ زره افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه په پاخه او اساسي توګه جوړ شوی چې د یادې سیمې د خلکو لپاره د تګ راتګ آسانتیاوې برابرې شوې دي.

ورته مهال د نیلي ښار د اولې ناحیې اوسېدونکي د یاد پُل په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې له دې مخکې یې د تګ راتګ پر وړاندې ګڼې ستونزې لرلې.

د یادونې وړ ده چې د نیلي ښاروالۍ له لوري څه موده مخکې هم ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته