خبرونهاقتصادټولنه

په دایکنډي کې د څه باندې ۴ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر

د دایکنډي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې پر ۴،۲۷ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې پشپړې شوې دي.

د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ترانسپورت مدیر احمد شاه احساني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د پاتو ولسوالۍ په سیاه پیتاب کلي کې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۴،۲۷ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه د یاد سړک په اوږدو کې ۷ لویې او وړې پلچکونه هم جوړې شوې دي.

هېره دې نه وي، چې د یاد سړک په پروژه کې د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او د نوموړې سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته