نړۍ

د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د لسو تنو مليشه طالبانو وژل کيدل

واڼه- نيوزنو – باختر دورى دمياشتې٢٠
د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مليشه طالبانوترمنځ د نښتو دوام دلسو تنو پوځي مليشو د وژل کيدو سبب شو.
پاکستاني رسنيو د دولتي خبرځايونو له خولې وويل: دغه جګړې د خالد سجنا د ډلې او د پاکستان د طالبانو د تحريک له غيرقانوني ډلې څخه د ولي الرحمن د څانګې د غړو ترمنځ د جنوبي وزيرستان د سيمې په شاکتو ساحه کې ونښتې. د پاکستان د طالبانوخبرځايونوهم د دغې ډلې د پوځي مليشوترمنځ د نښتو د سختوالى په تاييدولو سره اعلام وکړچې د دواړو لورو ترمنځ متقابلې ډزې دلسو تنو پوځي مليشو د وژل کيدو او د دريو تنو نورو د ټپي کيدو سبب شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته