– کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
په دایکنډي کې د ( نهال استقلال و سرسبزي ) ترنامه لاندې د نیالګو کېنولو کمپاین پیل شو.
په دې کمپاین کې ۴۰۰۰ میوه لرونکي او ډولي نیالګي په پارکونو، واټونو او دولتي عامه تاسیساتو کې کېنوي.
د دایکنډي د کرنې رییس شیراحمد رفیع باخترآژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده دغه ۴۰۰۰ نیالګي د یوې اوونۍ په بهیرکې کېنول شي.
د دایکنډي والي امین الله عبید د دغه کمپاین د پیل په مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د ښار پاکولو، د هوا د ککړتیا د کمښت او د ناروغیود خپرېدو په خاطر خپل چاپیریال ته ارزښت ورکړي.
دې اوسېدونکو ته وویل چې یونیالګی کېنوي او د خپلې سیمې په سمسورتیا کې ونډه واخلي.
ع