خبرونهورزش

په دایکنډي کې د فوټبال سیالیو اتلولي د میرهزار ځوانانو لوبډلې وګټله

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د دایکنډي ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري په یاد ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د میرهزار ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د میرهزار ځوانانو او کهکشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د میرهزار لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه..

دغو سیالیو ۱۵ ورځې دوام وکړ چې موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ یووالی، سپورټ ته د ځوانانو هڅول او د نشه یي توکو څخه د ځوانانو لرې والی ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته