خبرونهامنیت

په خوست کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

د خوست د امنيې قوماندانۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې د یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهماتو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي رسول محمد وطنمل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف شوي او په تړاو یې ۱۷ تنه هم نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۳ پيکا، ۱۷ کلانشیکوف، ۱ راکټ، ۲ اېم شپاړلس، ۲ توپنچې، ۲ دوربینونه او په سلګونه د کلانشینکوف، راکټ، او پيکا مرمۍ شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته