کابل، د لېندۍ ۹ مه، باختر
د خوست ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۰ کیلو متره سړک د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د خوست والي ملا بسم الله عبدالله د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت له سپېرې ولسوالۍ څخه تر پکتیکا ولایت پورې ۲۰ کیلو متره سړک د رغولو چارې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې ولایتي اداره، متوازن انکشاف ته ژمنه ده او ټولو خلکو ته به یو ډول حقوق ورکول کېږي او د هیچا حق نه تلف کېږي.
ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د ملاتړ ترڅنګ په ټولو برخو کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په رغونې سره به د خوست او پکتیکا ولایتونه د سپېرې ولسوالۍ له لارې ونښلول شي او دا به د ولسونو په تګ راتګ کې مهم رول ولري.