کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
د خوست ولايت په ۵ ولسوالیو کې د ملکرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي لګښت د ۱۱۹ زره ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختیا رئيس مولوي عنايت الرحمن جلالي وايي چې یادې پروژې د صبريو او يعقوبيو، قلندر، موسی خېلو، نادرشاه کوټ او عليشيرو ترزيو ولسواليو کې پلې شوې په کې د اوبو زېرمې، کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو څو میاشتو کې د یادو پروژو د رغونې پر مهال۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې په بشپړېدو سره به یې سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او سلګونه جریبه نورې زراعتي ځمکې به د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.
مسوولین وايي چې نږدې راتلونکې به په څلورو نورو ولسوالیو کې هم دې ته ورته پروژې پلې کړي.