کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
په خوست کې د يو ښوونځي د نوى ودانۍ په جوړولو سره زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابره شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ښوونځي ودانۍ د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې له لارې د خوست د تڼيو ولسوالۍ په ملنګانو کلي کې جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ اته درسي او دوه اداري خونې، د څښاک اوبو څاه او نور ضروري ملحقات لري.
د يادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې ٢١ ښوونځيو ته ودانۍ جوړوي چې د يوشمېر ښوونځيو ودانيو د جوړولو کار بشپړ شوى دى.
ختم-ج-ا