خبرونهټولنهTOP

په تېره اوونۍ کې شاوخوا ۳۰۰ هېوادوال په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي

کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د تېرې اوونۍ په بهير کې شاوخوا ۳۰۰ راستانه شوي هېوادوال، په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت په مشرۍ د ټرانسپورټ کمېټې له لوري، د تېرې اوونۍ په بهير کې له تورخم او سپین بولدک څخه ۲۹۰ راستانه شوي هېوادوال په وړیا ډول کندهار، روزګان، هرات، کابل، غزني، زابل، پکتیکا او نورو ولايتونو ته لېږدول شوي دي.
هېره دې نه وي چې ‏د یادې کمېټې لخوا تر اوسه پورې، ۱۰۷ زره ۶۵۱ راستانه شوي هېوادوال له تورخم او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته