کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د تخار د عامې روغتیا ریاست پرون ۴ ټنه تېر تاریخ او بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول.
د تخار د اداري فساد پر وړاندې د مبازې مدیر مولوي اسدالله خالد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه خوراکي توکي د یوې اوونۍ په بهیر کې د عامې روغتیا له خوا راټول او وسوځول شول.
هغه زیاته کړه چې د تېرتاریخ او بې کیفیته خوراکي توکو د را ټولولو بهیر د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پیل شوی دی.