کابل/ د کب ٣مه / باختر
د بلخ د نباتي غوړيو د توليد فابريکې له کلونو وروسته بيا په فعاليت پيل وکړ.
دغه فابريکه اوس په نويو دستګاوو او سلو کارګرانو سره هره ورځ څه د پاسه يو ټن غوړي توليدوي.
د بلخ د نباتي غوړيو فابريکه په ١٣٥٢ کال کې جوړه شوې ده.
دغه فابريکه په هغه وخت کې د هېواد په شمال کې د نباتي غوړيو د توليد مهمه فابريکه وه. اوس دغې فابريکې د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت په مرسته خپل فعاليت بيا پيل کړى دى.
د دې فابريکې يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې دوى د دې فابريکې د غوړيو د توليد توکي په افغانستان کې دننه برابروي .
دغې فابريکې سر له ننه د غوړيو په توليدولو پيل وکړ. مسوولين هيله لري چې په بلخ کې د نباتي غوړيو د توليد فابريکه د افغانستان په شمال کي د خلکو يوه اندازه اړتيا پوره کړي.
د ماليې وزارت استازي رضوان الله اساس چې د يادې فابريکې د پرانېستلو په مراسمو کې یې ګډون کړى و وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د توليدي کارخانو د پرانېستلو لپاره هلې ځلې زياتې کړې دي.
د بلخ د صنايعو او کانونو خونې رييس امام الدين سنايي زاده وايي چې د بلخ د غوړيو د توليدي فابريکې بيا فعاليت له يوې خوا په مستقيم او غير مستقيم ډول سلګونو کارګرانو ته د کار موندنې سبب کېږي او له بله پلوه د کورنيو توليداتو د زياتوالي ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي بنسټ د ودې او پراختيا سبب کېږي.
د بلخ د نباتي غوړيو د توليدي فابريکې مسوولين هيله لري چې د لوړ کيفيت غوړيو په توليدولو سره هره ورځ په هېواد او بهر کې خپل مشتريان زيات کړي.
\ ج