خبرونهTOPټولنهروغتیا

په بلخ کې د خوراکي توکو عصري او معیاري لابراتوار جوړېږي

کابل، د غويي ۲مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د هېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په بهير کې، نن د بلخ له والي حاجي محمد یوسف وفا‌ سره وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛
په دې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې د اهمیت، فعالیتونو د پراختیا او په بلخ کې د خوړو او درملو ریاست د کارونو په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر عمر د یادې ادارې ارزښت ته په اشارې ویلي چې په راتلونکي کې به د بلخ ولایت د خوړو او درملو ریاست تشکیل زیات شي.
هغه دغه راز ژمنه کړې چې ډېر ژر به په ياد ولايت کې د خوراکي توکو یو عصري او معیاري لابراتوار جوړ شي.
د بلخ والي هم په خپلو خبرو کې، د خوړو او درملو ملي اداره د هېواد په کچه یوه مهمه، اقتصادي او حیاتي اداره بللې او له دې ادارې سره يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هغه ويلي چې په بلخ کې د یادې ادارې د خوړو او درملو ریاست په فعالېدو سره، په دغه ولایت کې د خوړو او درملو د کیفیت او خوندیتوب په برخه کې تر ډېره مثبت تغیرات راغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته