امنیت

په هلمند کې د ايښودل شوي ماين دچاودنې له امله يوه کورنۍ تباه شو .

کابل باختر د زمري  شلمه

  په هلمند کې دطالبانو  له خوا دايښودل شوي ماين دچاودنې په نتيجه کې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل شول .

 ويل کيږي  ددغې پيښې په قربانيانو کې دوه  ښځې ، دوه ماشومان او يو نارينه  شته .

 دغه پيښه نن له غرمې مخکې  دلسو بجو په شاوخواکې دلندي ناوي  په سيمه  کې  هغه وخت وشوه چې يو تونس موټر دطالبانو له خوا په ايښودل شوي ماين وخوت .

 دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي  باختر اژانس ته وويل  په دې پيښه کې ددغه موټر  پنځه تنه سپرلۍ چې ديوې کورنۍ  غړي و ، وژل شوي دي .

 په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې دغه پنځه تنه دموسي قلعه له ولسوالۍ څخه دګرشک  ولسوالۍ په لور روان و چې دسپرلۍ موټر يې په ماين وخوت .

 دياغيانو له خوا دماين ايښودل په دى وروستيو کې په افغانستان کې زيات شوي دي  چې زياتره قربانيان يې ملکي وګړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته