کابل/دسلواغې ۲۵مه /باختر
د بلخ ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ مسوولین وایي چې له درېیو میاشتو راپدېخوا یې د اسلامي امارت ځواکونو د جلب او جذب په خاطر فعالیتونه پیل کړي او تر اوسه پورې نږدې زرو تنو نومونه لیکلي دي.
د بلخ د جلب اوجذب مرکز قوماندان مولوي بازمحمد حذیفه د باختراژانس خبریال ته وویل: هره ورځ هغه مینه وال چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شمولیت هیله ولري جذبېږي.
حذیفه زیاته کړه چې د اسلامي امارت ځواکونو په لیکو کې هغه ځوان جذبېږي چې د تابعیت تذکرې ولري، هېواد او دندې ته ژمنتیا ولري، روغتیا، اخلاق او پر نشه یی توکوروږدی نه وي.
هغه وویل: تراوسه پورې نږدې زرو تنو نومونه لیکلی دي چې غوښتنلیکونه ېې ترکار لاندې دي او د ۳۰۰ تنو د سندونو پړاونه بشپړ شوي اوجذب شوي دي.
ج-ا