ټولنه

هودخيلو د ځمکې په خاطر مظاهرې وکړې

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٢ :
دکابل د هودخيلو د ساحې يوشمېر اوسيدونکو نن په مظاهرو لاس پورې کړ او په هغوځمکو د ملکيت ادعاکوي چې دملي دفاع وزارت وايي ددغه وزارت ملکيت دى .
دکابل ساحوي زون د امنيې قوماندانۍ د جنايي  جرمونو دکشف اوتحقيق رييس  جنرال محمدظاهروويل: مظاهره کوونکو ادعا کوله چې د دوى شخصي ملکيت  د ملي دفاع وزارت له خوا غصب شوى دى.
جنرال ظاهر تائيدکړه چې د مظاهرکوونکو ترمنځ هغه څېرې هم ليدل کيږي چې د ځمکو په غصبولو کې لاس لري.
ده وويل: طرحه شوې ادعاګانې له اړوندو مسوولينو سره شريکې شوې دي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهرعظيمي باخترآژانس ته  وويل: د هودخيلو د خلکو دځمکو دغصبولو  د ادعا او دکابل ښار د نهمې ناحيې د هودخيلو دخلکو د مظاهرې په باب دملي دفاع وزارت له خوا يو هيئت موظف شوى دى چې د چارو د ادارې د لوى رييس او د مظاهره کوونکو د استازو په شتون موضوغ وڅيړل شي .
د يادونې وړ ده چې د موجودو سندونو له مخې، دغه ځمکه دملي دفاع وزارت ملکيت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته