خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې ۲۰ زره جریبه غصب شوې دولتي کرنیزې ځمکې بېرته راګرځول شوې

کابل. د وري ٣٠مه، باختر
د بغلان ځايي مسوولین وايي چې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په دغه ولایت کې ۲۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مهراب الدین بلال د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې ۵۰ زره ۳۳۷ جریبه دولتي کرنیزه ځمکه او ۶۰۰ زره جریبه څړځایونه غصب تثبیت شوي چې له جملې یې ۲۰ زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې او د پاتې غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کار روان دی.
مسوولین وایي دغه دولتي کرنیزې ځمکې د مرکز پل خمري په ګډون ډنډ غوري، دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو ته اړوندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته