امنیت

په سمنګانو کې يو تن د ډوکه مارۍ په شک ونيول شو

کابل/د مرغومې۳۰مه/ باختر
د سمنګانو د ملي امنيت منسوبينو نن يو تن د ډوکه مارۍ په شک ونيو.
د سمنګانو د ملي امنيت رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه سړى يې د خلکو د ډوکه کولو په شک نيولى دى.
ويل کېږي دغه سړى له يو کال راپدېخوا په بېلابېلو پلمو له خلکو پيسې ټولولې او ځان يې د هېواد د يو سياسي شخصيت خپلوان معرفي کړې و.
هغه په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو آن له کونډو ښځو څخه يې په دې پلمه چې له سيلاو ځپلو او د نورو طبيعي پېښو له زيانمنو شويو کسانو سره مرسته کوي، پيسې ټولې کړې دي.
ويل کېږي د ملي امنيت موظفينو دغه سړى له هغه وروسته ونيو چې خلکو دغې ادارې ته د دغه سړي پرخلاف شکايت کړى و.
د ملي امنيت رياست د سمنګانو له خلکو څخه وغوښتل: که چېرې دغه سړى له هغو څخه په چل ول پيسې اخيستې وي ، د سمنګانو د ملي امنيت رياست ته ورشي او خپلې پيسې ترلاسه کړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته