– کابل، د غوايي ۱۸ مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې یې یوه اندازه جنګي وسایل کشف او ترلاسه کړي دي.
د بغلان د مرکزي ولسوالۍ امنيه قوماندان قاري مصطفى د دغه خبر پخلی کړی، په ترلاسه شویو جنګي وسایلو کې ۱۵ ام ۱۶ وسلې ۲توغندي ویشتوونکي، ۲ کلاشینکوفونه، شارژورونه او په سلګونه ګولۍ یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه کشف او ترلاسه کړې دي.
هغه وويل چې د دغې پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او پېښه د کشفي ځواکونو ترڅېړنې لاندې ده.
ع