خبرونهټولنهروغتیا

په بغلان کې په نشه يي توکو د  ۳۱ روږدو درملنه وشوه

کابل، د کب ۳ مه، باختر

د بغلان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې په نشه يي توکو د ۳۱ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال ملا روح الله روحاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته  وویل، چې ۳۱  تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له ۴۵ ورځې درملنې  وروسته خپلو کورنیو ته ور وسپارل شول.

روحانی وويل، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ٣٦٥٠  تنه روږدي کسان له  درملنې وروسته خپلو کورنيوته سپارل شوي او ۱۴۵ تنه روږدي کسان لا هم د درملنې په موخه په کمپونو کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته