اقتصاد

د پیسو د نړیوال صندوق اجرایوي بورډ د افغانستان په هکله خپل لومړنۍ درې کلن د څیړنې پروګرام بریالی وباله

کابل_باختر/ د غبرګولي د مياشتې٦ مه
د پیسو د نړیوال صندوق اجرایوي بورډ د افغانستان په هکله خپل لومړنۍ درې کلن د څیړنې پروګرام د اعتباري اسانتیاؤ (ECF) په نامه له افغان حکومت سره چې پخوا د مالیې وزارت په تخنیکي کچه د افغان حکومت په استازیتوب د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) سره هوکړې ته رسیدلې و، د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د مې د میاشتې په ۲۴ مه نېټه یې بریالی وباله او د دغه پروګرام له لارې یې ۶.۲ میلیونه امریکایې ډالره منظور کړل.
د دغه پروګرام تمرکز د مالي، بانکي او اقتصادي اصلاحاتو په راوستل، له فساد سره مبارزه، د پانګونې  او خصوصي سکټور لپاره د مناسب چاپیریال رامنتځه کول او همدا شان د هېواد مالي او اقتصادي ثبات ساتلو په برخوکې دى.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته