کابل / د غبرګولي٢١مه / باختر
په بغلان کې د يو استنادي ديوال په جوړېدو سره سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د احتمالي سېلاونو له خطر څخه خوندي شوه.
دغه ديوال د سيند ترڅنګ په ده صلاح ولسوالۍ کې د ١٠٠ مترو په اوږدوالي جوړ شوى دى.
د کليو د بيا رغاوني اوپراختيا وزارت وايي د دې ديوال په جوړېدو کې څلور ميليونه افغانۍ لګولي دي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي د دغه ديوال په جوړېدو سره څه د پاسه ٢٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه او د خلکو په لسګونو د استوګنې کورونه او بڼونه د احتمالي سېلاونو له خطر څخه خوندي شول.
د سيمي اوسيدونکي د دغه ديوال له جوړېدو څخه خوشحاله دي او وايي چي سېلاونو کلونه کلونه د دوى د استوګني کورونه او کروندې وېجاړولې او هغوى ته يې زيات مالي زيانونه اړول.
پاى \ ذ